- مطابق
خبر:
پاکستان او سعودي عرب یو مهم دفاعي تړون لاسلیک کړی؛ د دغه تړون پر اساس، که له دواړو هیوادونو پر یوه برید وشي، دا به پر بله بل هغه هم برید وګڼل شي. دا تړون د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر په ۲۷مه د ریاض په الیمامه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف او د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان ترمنځ لاسلیک شو. (سرچینه)
تبصره:
دا تړون د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر په ۹مه پر قطر د یهودي رژیم هغه برید ته یو ځواب ګڼل کیږي چې د حماس سیاسي مشران پکې په نښه شول. د پاکستاني دولتي رسنۍ دا تړون د پاکستان په بهرني سیاست کې یوه لویه لاسته راوړنه او بریا ګڼي او حکام یې ادعا کوي چې په مکه او مدینه کې د دوو مقدسو حرمینو د ساتنې دنده ورسپارل شوې ده!
خو حقیقت دا دی چې دا کوم نوی تړون نه دی. د پاکستان او سعودي تر منځ نظامي اړیکې په ۱۹۶۷م کال کې پیل شوې او په ۱۹۷۹م کال کې تر «جهیمان العتیبي» پېښې - چې د پاکستان ځانګړو ځواکونو د مسجدالحرام په بېرته نیولو کې مرسته وکړه - وروسته لا نږدې شوې. تر ۱۹۸۲م کال پورې دا اړیکې د دوهاړخیزې امنیتي همکارۍ یوه تړون له لارې رسمي شوې چې د سعودي ځواکونو د روزنې او مشورې او آن په سعودي کې د لسګونه زرو پاکستاني سرتېرو د اوسېدو امکان یې برابر کړ. سعودي د پاکستاني وسلو په واردوونکي بدل شو. په ۲۰۱۵م کال کې «د ترهګرۍ پر ضد اسلامي نظامي اېتلاف» اعلان شو او د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز، راحیل شریف یې مشر وټاکل شو. له ټولو تبلیغاتو سره سره دا اېتلاف هېڅکله په فلسطین کې د مسلمانانو پر ضد د یهودي رژیم د ترهګرۍ پر وړاندې نه دی کارول شوی! آن پر قطر تر برید وروسته یې رول یوازې د نمایشي تمرینونو په بڼه فعاله شو.
خو د پاکستان د نظام دا خوشحالي چې ګواکې د حرمینو شریفینو د ساتنې دنده ورسپارل شوې ده، یوه پوښتنه راپورته کوي: ولې دوی د درېیم حرم ــ مسجد الاقصی ــ د آزادولو لپاره دومره لېواله نه دي چې له ۱۹۶۷م کال راهیسې د یهودو تر اشغال لاندې دی او په خپلو سپکو خولو او اعمالو یې هره ورځ بې حرمتي کوي؟!
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې، په پاکستان کې مسلمانان له خپل پوځ څخه غواړي چې د غزې د مرستې لپاره ګام پورته کړي، مسجد الاقصی آزاد کړي او د یهودي رژیم له منځه یوسي. خو دغه غوښتنې تل د هند د ګواښ په پلمه یا په دې پلمو ردېږي چې ګواکې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان کورنی حالت خراب دی. سره له دې، نه په هغو سیمو کې بغاوتونه کم شوي، او نه د هند ګواښ شاته تللی، بلکې هند منتظر دی چې د پاکستان پر ضد د «سندور عملیات» بیاځل پیل کړي. نو ښکاره ده چې ستونزه په څو جبهو کې د بوختېدو نه ده؛ بلکې دوی یوازې هغه څه کوي چې امریکا یې امر ورته کوي. دا نوی تړون هم د امریکا د ګټو په چوکاټ کې دی؛ هېڅ امکان نه لري چې د پاکستان او سعودي مزدور حکام پخپله داسې سټراټیژیکه پرېکړه وکړي.
د «اسلامي ناټو» په څېر نظریات هغه څه دي چې حکام یې د غزې په اړه خپلو ناکاریو د پټولو او د امت د غوسې سړولو لپاره کاروي؛ دا دفاعي تړونونه یوازې امت ته کومه ګټه نه رسوي، بلکې یوازې د دغو ناکاره او مزدورو حکامو د څوکیو ساتلو لپاره دي. دغه حکام یوازې د خپلو رژیمونو د بقا او ساتنې لپاره سره یو ځای کېږي؛ د فلسطین د ازادۍ فکر نه لري او تړونونه یې هېڅکله د امریکا او یهودو پر ضد نه کارېږي. د مسلمانانو یووالی د دفاعي تړونونو یا سیاسي کمزورو اتحادونو پر اساس نه راځي؛ بلکې یواځې د اسلامي عقیدې په اساس راتلی شي. د امت د خلاصون یوازینس لار د نبوت پر منهج خلافت دولت تاسیس دی چې یو خلیفه ټول امت د توحید تر بیرغ لاندې سره یو موټی کړي. له دې پرته که «د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان» وي، که «عربي ټولنه» او که دا ډول ګډ دفاعي تړونونه وي؛ ټول هسې دوکه او د امت سترګو ته خاورې شیندل دي.
﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾ [الأنبياء: ٩٢]
ژباړه: بېشکه دا ستاسو امت يو واحد امت دی، او زه ستاسو رب (پالونكى) يم؛ زما عبادت وکړئ.»
د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته
شهزاد شيخ – ولایه پاکستان